د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په غونډه کې د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کېدو په طرحه خبرې شوې دي. په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ترافیکو عمومي ریاست دې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ژر تر ژره د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي پروسه پيل او د تاییدۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د سرپرست حکومت چارواکي په داسې حال کې د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کېدو پروسې طرحې د عملي کېدو په اړه بحث او خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې د کم عمره ځوانانو د موټر چلولو او دغه راز د ځينو چلوونکو د نه پاملرنې له امله په هیواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.