د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه ۳۹۴۳تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه له دغه هیواده راوتلي دي. د یاد وزارت پر ایکسپاڼه دغه راز لیکل شوي، چې یاد شمېر کډوال د اسلام قلعه پولې له لاری هېواد ته راستانه شوي او څو ورځې وړاندې هم زرګونه افغانان له دغه هیواد څخه بیرته هیواد ته راستانه شوي وو. د دې ترڅنګ د افغانستان له بل ګاونډي هیواد پاکستان څخه بیا تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته په خپله خوښه یا په روز راستانه کړای شوي دي.