د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین حمدالله زاهد، په خپل کاري دفتر کې د چینايي «جې.اې.ډي.آی» شرکت له مسوولینو سره کتلي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د «جې.اې.ډي.آی» شرکت مسوولینو، په افغانستان کې د ۱۰۰۰ میګاواټه په وړتیا، د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده. د انرژۍ معین هم، په افغانستان کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د دغه وزارت له لوري یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. دواړو لوریو د دغې پانګونې لپاره د زمینې چمتو کېدو او عملي چارو د پیلېدو په خاطر، پر لا زیاتو همغږیو او د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.