د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د تېر کال په لړ کې، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۲۸۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د یاد وزارت ویاند وايي چې له دې ډلې ۲۳ مېلیون ډالره یې صادرات جوړوي. غالۍ، وچه مېوه، د کنجد غوړ او د مېوې اوبه له افغانستانه ازبیکستان ته صادر شوي دي. له دې سره هم مهاله سنټرال ایشیا ورځپاڼې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له قوله رپوټ ورکړی چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلېون ډالرو په ارزښت صادراتي تړونونه لاسلیک شوي دي. د دغه رپوټ له مخې، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د پلاوي په درې ورځني سفر کې لاسلیک شوي دي.