د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، چې د بودیجې د ډېر زیات کمښت له امله په افغانستان کې حیاتي بشري چارې کمې شوې دي. اوچا پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې که څه هم په افغانستان کې عملاً تاوتریخوالی کم شوی، خو د دې هېواد وګړي سختو بشري مرستو ته اړتیا لري. د اوچا په خبره، د اټکل له مخې روان ۲۰۲۴ کال به ۲۳،۷ ملیونه کسان بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري. اوچا دغه راز وایي، په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورنې لپاره د غوښتل شویو درې میلیارډ او شپیته ملیون ډالرو څخه یوازې ۷،۸ سلنه یې ترلاسه کړې ده او زیاتوي که کافي بسپنه ترلاسه نه کړي، اړمن خلک، په تېره ښځې، ماشومان او زاړه به له سخت وضعیت سره مخ شي.