د صنعت او سوداګرۍ وزارت چاواکو ویلي، چې له ایران سره سوداګري تر ۱۰ میلیارد ډالرو رسول او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېت عملي کېدل غواړي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره، د خپلمنځي سوداګرۍ او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د پراختیا لپاره له سیستان بلوچستان سره ګډه کمېټه هم جوړوي. د صنعت او تجارت وزیر پرون د یوه پلاوي په مشرۍ چې د نیمروز ولایت سوداګر هم پکې دي د ایران سیستان بلوچستان ته لاړ.د ایران ایسنا خبري اژانس د افغان چارواکو له قوله په یوه راپور کې ویلي، چې غواړي د چابهار بندر له لارې د افغان ټرانزېټ سوداګري سل سلنه پلې شي. د افغان چارواکو ویلي، چې په دې برخه کې عملي کارونه هم پیل شوي او دغه راز غواړي له ایران سره تر لس میلیار ډالرو پورې کلنۍ سوداګري ولري.