د افغانستان لپاره د یوناما رییسې روزا اتنبایوا د لوګر له والي سره په لیدنه کې ویلي؛ یوناما په پام کې لري، ترڅو نږدې راتلونکي کې د افغانستان په کچه په ځانګړې توګه په لږ پرمختللو ولایتونو کې ۱۰۰ زره ټولنیز ښوونیز ټولګي جوړ او فعال کړي. ورته مهال په دې لیدنه کې د لوګر والي د یوناما له لوري د افغانستان عیني واقعیتونو په انعکاس د ټینګار سربېره ویلي، چې سرپرست حکومت د خلکو د ستونزو حل لپاره هڅې کوي.