هرات ولایت ته د ترکمنستان هېواد د سوداګرو او صنعت کارانو ټولنې د رییس نوکر قلي اناقلي اف په مشرۍ یوه لوړ پوړي سوداګریز پلاوي سفر کړی دی. د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي، چې دغه پلاوي د سیخ ګول تړون د کولو، د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، له خصوصي سکتور سره ناستې، د افغانستان له سوداګریزو سیمه څخه لیدنه، له افغانستان څخه ترکمنستان ته د ساختماني موادو په ځانګړي ډول د مرمر ډبرو د صادراتو په اړه د افغان لوري د وړاندیزونو د څېړلو په موخه هرات ته سفر کړی دی. د هرات د صنايعو او کانونو خونې رييس حميدالله خادم وايي، چې دغه پلاوی په پام کې لري د هرات د مرمر ډبرو له فابريکې څخه ليدنه وکړي او دواړه خواوې به له دغه ولايت څخه ترکمنستان ته د مرمر ډبرو د صادراتو په باب یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.