د غور په مرغاب او چهارسده ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د یادو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. د مرغاب ولسوالي یوه اوسېدونکي رحیمالدین ویلي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ولسوالي کې پراخ سېلابونه راوتلي چې په وینا یې، لسګونه هستوګنیزو کورونه یې ویجاړ کړي او څه باندې ۱۰۰۰ کوره د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي. د غور د امنیې قومندانۍ ویاند وویل چې له یادو دوو ولسوالیو څخه ورسېدلي لومړي معلومات ښيي چې د سېلابونو له امله یادو ولسوالیو کې یو کوچنی ماشوم او یو عمرخوړلی کس مړه شوې دي.