د ارزګان ولایت په مرکز او ولسواليو کې د وروستیو سختو ورښتونو، شديد توپان او را وتلو سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت د وروستیو ورښتونو له امله ۷ کسان مړه شوي او هم په ټول ولایت کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. په همدې حال کې په ارزګان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس رسنیو ته ویلي، په هغو سیمو کې چې سېلابونو زیانمنې کړې، له خلکو سره د مرستو لپاره یې سروې پیل کړې. دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته په پراخه کچه د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم اوښتي دي.