د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي د بغلان د سیلاب ځپلو سیمو ته یې د ژغورنې ډلې رسېدلې دي. د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان ویلي، مرکزي روغتون ته یې ټپیان او جسدونه لېږدولي خو دا چې د سیلاب کچه ډېره زیاته ده، لا تر اوسه د تلفاتو کره شمېره څرګنده نه ده. د بغلان ولایتي چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر اوسه د دغو سیلابونو له امله ۷۰ تنه مړه شوي، چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي. ورته مهال د سرپرست حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بغلان، بدخشان، غور او هرات کې له سیلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي زیاته کړې، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او همدا راز د ولایتونو مسوولینو ته لارښونه کیږي چې هرڅه ژر د خلکو د ژغورنې، د مړو د رایستلو او د ټپيانو د درملنې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي. اعلامیه کې له هېوادوالو هم غوښتل شوي چې له زیانمنو سره تر خپل وسه هیڅ ډول مرسته و نه سپموي.