د بغلان ولایت ځایي چارواکي وایي، د ټولو هغو ولسوالیو لارې بېرته پرانیستل شوې، چې د سېلابونو د راوتو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د سېلابونو د راوتو له امله د بغلان د خوست، فرنګ، ګزرګاه نور، جلګې او نهرین ولسوالیو لارې بندې شوې وې، چې بېرته د یاد ریاست د ماشینرۍ له لوري خلاصې شوې او تګ راتګ پرې پیل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان ولایت کې له مرګونو سیلابونو وروسته پرون د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د سیلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او یو زر ۶۳۰ نور ټپیان شوي دي.