د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوالۍ نړۍوال سازمان په ګډه په یوه بیان کې ویلي، پاکستان کې د سږني کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې د «پي او ار» او «ای سي سي» کارت لرونکو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی چې تر ټولو زیاتې پېښې یې په بلوچستان کې ثبت شوي. په بیان کې راغلي، د پروسږ کال په سپټمبر میاشت کې د پاکستان د دولت له لوري د ناقانونه کډوالو د اېستلو بهیر له پیلولو راهیسې یې تراوسه تر ۵۰۰ زره زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي، خو د دې بهیر د ترسره کولو مهال لوی شمېر کډوالو شکایت کاوه چې د پاکستان پولیسو ځورولي او کړولي دي.