د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو د یوه خبري کنفرانس پرمهال په بغلان کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو د راوتو له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او دغه راز ۴۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست ضیاءالحق حقمل ویلي، چې د راوتلو سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۱۶۵ تنه مړه ، ۲۶۵ کسان ټپيان شوي، څه باندې ۴۰۰۰ کورونه په ټولیز ډول او څه باندې ۲۰۰۰ کورونه قسماً ویجاړ شوي او دغه راز ۱۰ زره څاروي هم تلف شوي دي. د راپور له مخې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې او د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې زر کسان چې د سېلابونو له خطرسره مخ و، ژغورل شوي دي.