د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. دې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ورښت اټکل د ثور په ۲۸ او ۲۹مه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، نورستان، کنر، پنجشیر، کابل، لغمان، سمنگان، پروان، ننگرهار، کاپیسا، بلخ، جوزجان، دایکندی، بامیان، میدان وردک، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، فراه، قندهار، اورزگان، زابل، غزنی او هلمند ولایتونو کې شوی دی. د خبر پاڼې له مخې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي. په دې سربېره په یو شمېر شمالي، شمال لوېدیځو، جنوبي، جنوب لوېدیځو او شرقي ولایتونو کې د توندو بادونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.