د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، د تاتارستان د سوداګرۍ وزیر اولګ کوروبچنکو او په افغانستان کې د روسیې سوداګرۍ خونې د رییس رستم خبیبولین په ګډون د روسیې-افغانستان ګډه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو، صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کانونو برخه کې پر پانګونې، او د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې شوې دي. یاده غونډه کې نورالدین عزیزي افغانستان د پانګونې لپاره ډاډمن هېواد یاد کړی او له روسي پانګوالو یې غوښتي ترڅو افغانستان کې پانګونه وکړي. ورته مهال د تاتارستان د سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا زیاتوالي برخه کې په ګډ کار، له روسیې څخه د لومړنیو موادو په وارېدېدو، په تخنیکي او کرنیزو برخو کې په ګډو همکاریو ټینګار کړی.