د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه وشوه نو له افغانستان به ټول امریکایي عسکر بېرته وباسي. ټرمپ دا څرگندونې د هغو راپورونو تر خپرېدو وروسته کړي دي چې وایي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کار دوام لري. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحې کې د طالبانو سره د خبرو نه وروسته ویلي و چې دواړو خواوو د یوې تگلارې په ټاکلو سلا کړې ده چې په اساس به یې طالبان د ترهگرو ډلې او د گاونډيو ملکونو لاره نیسي چې افغان خاوره د امریکایي ځواکونو په نښه کولو لپاره استعمال کړي. د دې په بدل کې به امریکا د افغانستان نه خپل عسکر وباسي خو طالبان به اوربند او د افغان حکومت سره خبري کوي. طالبانو ویلي دي چې دواړه خواوې به راتلونکې میاشت بیا خبرو ته کیني.