د امريکا د څار عمومي اداره (SIGAR) وايي؛ چې پر افغان خاورې د حکومت کنټرول دوه سلنه نور هم کم شوی دی. سیګار وايي چې د افغانستان ۳۴سلنه خاوره د منازعې په سیمو بدله شوې چې افغان حکومت او طالبان پرې د حاکیمت او کنټرول ترلاسه کولو هلې ځلې کوي. سیګار وايي چې حکومت تېرکال پر ۵۶ سلنې خاورې حاکمیت درلود خو سږکال دا سلنه ۵۴ ته کمه شوې ده. سیګار چې خپل تازه راپور یې د امریکا کانګرس ته هم سپارلی، وايي د طالبانو واک هم له ۱۴ سلنې څخه ۱۲ ته راښکته شوی. پر همدې مهال د کورنیو چارو وزارت د سیګار دا راپور رد کړی دی. د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي چې دا مهال هېڅ یوه ستراتېژیکه سیمه د طالبانو په لاس کې نه ده، خو دا یې منلې چې د افغانستان د ۴۰۰ ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۹ ولسوالۍ د طالبانو په اختیار کې دي.