د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان ماشومان له ګنو ستونزو سره مخ دي. دغې ادارې په هیواد کې وروستیو خونړیو سېلابونو ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې راوتلو سېلابونو د ماشومانو په ګډون ډېرو خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې یونیسف ویلي و، په بغلان کې وروستیو سېلابونو ۵۱ ماشومان مړه کړي. بلخوا د غور ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان مړه کړي او ځینې لادرکه دي. لا مالومه نه ده چې په غور کې د پرونیو سېلابونو له امله څو ماشومان مړه شوي دي.