د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، چې د کابل رایو د باطلېدو په اړه لاهم پرخپلې پریکړې ولاړ دي. د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ترسره شویو درغلیو، او ستونزو په تړاو په جوړې شوې مناظره کې معترضو نوماندانو وویل، چې له اویا تر نوي سلنې خلک د رایې ورکولو له حق څخه محروم شوي دي. معترض نوماندان وایي، چې په تېرو ټاکنو کې د پراخو درغلیو له امله د کابل ټاکنې باطلې اعلان شوې، خو دغو ټاکنو ته بیا مشروعیت ورکول او د کابل د ابتدايي پایلو اعلان د رایو د پېر او پلور زمینه برابره کړه. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، چې دوی د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د باطلېدو پریکړه په دې شرط وځنډوله، چې عدالت تامین شي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، چې د ټاکنو کمېسیون د رایو شمېرنې بهیر له درغلیو ډک دی او د څارونکو ادارو له نظارت پرته ترسره کیږي.