طالبان وايي، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته داعش ډله لوی خطر نه شي ثابتېدی، بلکې د سولې هوکړې په صورت کې به دوی په یوه میاشت کې داعش ډله له افغانستانه ورکه کړي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي، چې امریکا او افغان حکومت د داعش ډلې ملاتړ کوي. نوموړی وايي، داعش په افغانستان کې لوی قوت نه و، ده ویلي طالبانو په دې وروستیو کې کې د افغانستان له شمال څخه د دوی په ورکولو بوخت وو، خو امریکا او افغان حکومت دوی نورو سیمو ته ولېږدول او یو ځل بیا یې راژوندي کړل. شاهین وايي، که دوی په افغانستان کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره په جګړه بوخت نه اوسي، یوه میاشت کې به داعش ډله له منځه یوسي. نوموړي له امریکايي استازو سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د کوم بل هېواد پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمالېدو خبرې شوي او د دواړو لوریو تر منځ پر دې موضوع هوکړه شوې. شاهین وايي، دوه کاري ډلې جوړې شوې، چې راتلونکو ورځو کې به په دې اړه خبرې وکړي.