د امريکا مشرانو جرگې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر کمولو او له سوريې د امريکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ ،د تگلارې پر وړاندې خپل مخالفت څرگند کړى.
امريکايي سناتورانو يوې لايحې ته رايه ورکړې، چې له سوريې او افغانستان د ځواکونو د ژر اېستنې په خلاف ټرمپ ته خبردارى ور کوي. د لايحې جوړونکو ویلي له افغانستان د امريکايي ځواکونو په شاه کېدل به د امريکا امنيت ته خطر پېښ کړي. دا لايحه سنا جرگې ته د جمهوري پالو د مشر مېچ مکانل له لوري وړاندې شوې چې د منځني ختيځ لپاره د امريکا د تگلارې په تړاو د يوې بلې لويې لايحې برخه ده. د امريکا د مشرانو جرگې دا گام داسې مهال دی چې په دې وروستيو کې له طالبانو سره د زلمي خليلزاد په مشرۍ د سولې خبرو له افغانستان د امريکايي ځواکونو د ايستنې شونتيا د ډېرو په اند ډېره کړې ده. سناتور مکانل امريکايي رسنيو ته ويلي له افغانستان او سوريې امريکا او متحدينو ته يې اوس هم خطر شته او بايد يې پر وړاندې مقابله وشي. نوموړي د سپټمبر يوولسمې پېښې ته په اشارې ويلي چې له وخته وړاندې له افغانستان د ځواکونو ايستل به په امريکا کې دننه د نورو بريدونو لامل شي.