د سرپل په سوزمه قلعه ولسوالۍ كې د ملي اردو پر پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو كې ۱۳ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د والي وياند ذبيح الله اماني وايي، چې طالبانو تېره شپه د سرپل لپاره د دې ډلې د نومول شوي مرستيال والي مولوي ظريف په مشرۍ د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر ګوركاب سيمې او په دغې ولسوالۍ كې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وكړل، چې له شاوخوا درې ساعته جګړې او د مرستندويه سرتېرو له رسېدو وروسته په شا وتمبول شول. د نوموړي په خبره، په دې جګړو كې نهه طالبان او د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي، ۱۳ طالبان او اووه امنيتي سرتېري ژوبل دي. وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په يادو بريدونو كې يې يوه پوسته نيولې او څو تنه سرتېري يې وژلي دي، چې د اوو تنو جسدونه د جګړې په ډګر كې پاتې دي.