ملګرو ملتونو د دغې ټولنې دعمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درییمې مشورتي غونډې د جوړیدو نېټه اعلان کړې او ویلي دي چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دا دوه ورځنۍ غونډه به د جون د میاشتې په دېرشمه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون خبریالانو ته ویلي، چې د سیاسي او د سولې د هڅو پیاوړي کیدو په چارو کې د انتونیوګوترش مرستیالې روز مري ډیکارلو کابل ته د سفر پر مهال د سرپرست حکومت د حکومت چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي. هغه وویل چې مېرمن ډیکارلو افغانستان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د لیدو کتو سربېره د مدني ټولنې له استازو سره هم لیدلي دي.