په دايكنډي كې ترافيكي پېښې ۱۴ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د والي وياند علي اکبر ناطقي وايي، پېښه تېر ماښام په مرکز نيلي کې رامنځته شوې، چې له كبله يې شپږ كسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي. ولايتي چارواکي د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازك بولي. د دايكنډي د ولايتي شورا يوه غړي د دغې ټرافيكي پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتياطي ګڼلې ده. ګړندى تګ او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.