د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان خبر ورکړی ، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه به د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه جوړه شي. تر دې وړاندې د یاد سازمان مرستیال روزمیري دیکارلو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دوحې غونډه کې د ګډون په هدف د سرپرست حکومت استازي ته بلنه ورکړې وه. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په دې غونډه کې د سرپرست حکومت او د افغانستان د مدني ټولنې استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.