د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کډوالۍ ادارې رییس اتیلا توروس په مشرۍ د ترکیې له لوړ پوړي پلاوي سره په لیدنه کې د غیرې منظمې کډوالۍ مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر لا زیاتوالي، د خصوصي سکتور ودې او په افغانستان کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې کړې. په دې لیدنه کې اتیلا توروس ویلي، چې افغان وګړي د غیرې منظمې کډوالۍ په لړ کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او د یادې کډوالۍ د ښه مدیریت لپاره په کار ده چې قانوني کډوالي پراختیا ومومي. ورته مهال په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ترکي لوري څخه افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر اسانه کولو غوښتنه کړې ده.