د فاریاب سیمه ییز مسوولین د یوه نا مسوول قوماندان چې شخصي زندان یې درلود او هر وخت یې د دغه ولایت له خلکو په زور پیسې اخیستې، د نیولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فاریاب د ملي امنیت ریاست د ذبیح الله په نوم یو غیر مسوول قوماندان چې د میمنې ښار د اوومې ناحیې اړوند د بي بي اینه په کلي کې یې لس وسله وال کسان درلودل، نیولی دی. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دغه قوماندان یوه ناقانونه پوسته او په کور کې یې شخصي زندان درلود او هر وخت یې خلک ځورول، له هر لاروي او عامو خلکو یې په زور پیسې اخیستې. خبر پاڼه زیاتوي یاد زورواکي تېره ورځ په یوه تازه پېښه کې د عبدالحي په نوم له یوه کس څخه چې د پښتونکوټ د کته لبي کلي اوسېدونکی دی او بي بي اینې کلي ته د خپلوانو کره راغلی و، د پیسو غوښتنه کړې وه، وروسته یې هغه زنداني او وهلی دی، پښې یې ور ماتې کړې او اوس په روغتون کې بستر دی. د ولایت مقام دفتر د معلوماتو له مخې، قوماندان ذبیح له خپلو دوو کسانو سره اوس په توقیف کې دی او په پوسته کې یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.