د ترکیې ولسمشر له نړۍوالو غوښتي، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي. رجب طیب اردوغان د هېواد په ځينو ولایتونو کې وروستي سېلابونه بوګنوونکي بللي او د سېلاب ځپلو په لاسنیوي یې ټینګار کړی دی. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د بشري مرستو پر دوام، د معیشتي او کرنیزو مرستو په ګډون د دوامداره حللارو پر موندلو او بالاخره د افغانانو د غږ پر اورېدو ټینګار کړی. یو شمېر کورنیو خیریه بنسټونو، د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارو، د ترکیې مدني بنسټونو او په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر سوداګرو هم له سېلاب ځپلو سره بشري مرستې کړې دي. تر اوسه د ترکیې، ایران، قطر، روسیې، جاپان او ازبکستان هېوادونو او یو شمېر مرستندویه بنسټونو له افغان سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.