د بدخشان، سرپل او کونړ ولایتونو معترض نوماندان ادعا کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو او د دغه کمېسیون عملیاتي برخې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې لاسوهنه کړې ده. ځينې نوماندان چې نومونه یې د ټاکنو په وروستي نوملړ کې نه دي راغلي وايي چې د رایې شمېرنې بهیر روڼ نه وو او د هغوی په رایو کې لاسوهنه شوې ده. دغه نوماندان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي پر بډو اخیستو تورنوي. دوی وايي، چې د ټاکنو له ټولې پروسې سندونه له ځانه سره لري، د ولسي جرګې ټاکنو کې بریالي شوي، خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو له نورو نوماندانو د پیسو له اخیستو وروسته، هغوی بریالي اعلان کړي. دوی له حکومت غواړي چې د دوی د شکایتونو څېړلو لپاره یو پلاوی وګوماري او ګواښ کوي چې له دې پرته به د خپل حق تر لاسه کولو لپاره له هرې لارې کار واخلي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم د بدخشان، کونړ، خوست، فراه، فاریاب او نورستان ولایتونو پایلې د پوښتنې وړ بولي.