د ماین پاکۍ،انسجام او همغږۍ رییس وايي چې، د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنې له کبله نږدې ۵۰ کسانو خپل ژوند بایللی او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د دغه انسجام رییس نورالدین رستم خېل ویلي چې، په دې موده کې څه باندې ۱۰۰ پېښې شوي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي. نوموړی وايي د شمېرو له مخې، په دې موده کې له ۱۵ کیلومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده. رستمخېل زیاتوي چې، سرپرست حکومت د ماین پاکۍ په برخه کې ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی او نړۍوال هم باید دا بشري موضوع سیاسي نهکړي.