راتلونكې سې شنبې به مسكو د طالبانو د استازو او افغان سياسي څېرو ترمنځ د سولې په اړه د يوې غونډې كوربه وي. يوه روسي چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، طالب استازي او مهم افغان سياستوال به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او دا به ښه وي، چې افغان چارواکي په كې برخه وانه خلي. د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د دې غونډې د جوړېدو هركلى كړى او ويلي يې دي، دوى د هر هغه اقدام او حركت، چې په افغانستان كې د سولې د ټينګېدو سبب كېږي، هركلى كوي. امريکايي چارواکو بيا وار له مخه د روسيې دا هڅه ورانکاري بللې ده. بل پلو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، افغان حکومت د مسکو د راتلونكې ناستې په تړاو له وړاندې خپلې ارزونې بشپړې کړي او ګډون په كې نه كوي.
د هغه په وينا، دا ناسته د افغانستان له سولې سره مرسته نه کوي. احمدي زياتوي، يوازينى كار، چې روسيه يې كولاى شي دا دى، چې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي او بايد په دې برخه كې عملي ګامونه واخلي.