د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په غور او فاریاب کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۳۴ کسان مړه کړي دي. د راپور له مخې ، په فاریاب کې ۸۴ کسان مړه، پنځه ټپیان او ۴۰ نور لادرکه دي. اوچا دغه راز ویلي، چې په فاریاب کې شاوخوا ۸۷۰ کورونه ویجاړ یا اغېزمن شوي او ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړې. بل پلوه، د خپرو شویو راپورونو له مخې په غور کې هم سېلابونو ۵۰ کسان مړه کړي او سلګونه نور لادرکه دي. اوچا ویلي چې په دغه ولایت کې څه باندې شپږ زره کورونه او ۲۰۰ دوکانونه اغېزمن شوې دي. د راپور له مخې په یادو دواړو ولایتونو کې اړتیاوې خوړو، اوبو او سرپناه ته دي.