روسیه وايي، له ترهګرۍ سره د جګړې او د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره له اسلام اباد سره نږدې همکاري کوي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ټینګار کوي چې اسلام اباد او مسکو د داعش وسله والې ډلې د پراخېدو په اړه اندېښمن دي. دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن د اوونیزې خبرې غونډې پر مهال کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د سولې پروسې په لړ کې د همدغو هلو ځلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې ستره همکاري کولی شي او روسیه د سیمې د خپلو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره د دغو هېوادونو د هڅو او همکاریو باوري شریک دی. د افغان سولې د پروسې په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې تر څرګندونو څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی و او د دې هېواد له چارواکو سره یې د افغان د سولې پر پروسې خبرې کړې وې.