اروپايي ټولنې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو بشري مرستو وړاندې کولو لپاره ۲۰۰ زره یورو چې ۱۵.۵ میلیونه افغانۍ کېږي، ځانګړې کړې دي. د مالوماتو له مخې دا مرستې به په اغېزمن شویو په ځانګړې توګه لویدیځو، شمالي او ختیځو ولایتونو کې له ۲۸ زرو کسانو سره وشي. د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې به ورځني اړتیاوې لکه روغتیايي چوپړونه، سرپناه او د پخلنځي توکي وي. دا په داسې حال کې ده، چې له څو اوونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.