د کونړ سیند چې لویه برخه یې له ګټې اخیستنې پرته ګاونډي هېواد پاکستان ته بهیري له کلونو راهیسې یې د اوبو د مهار ژمنې کیږي، خو تر دې مهاله نه دي عملي شوي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، د سیند د اوبو د مهار لپاره یې هڅې چټکې کړي او ډير ژر به یې عملي کار هم پیل شي. نوموړی وایي، د اوبو له مهار سره به د سیند دواړو غاړو ته لسګونه جریبه ځمکه د کرکېلې وړ او د کرنیزو فارمونو په جوړولو سره به خلکو ته کاري فرصتونه رامنځ ته شي. که څه هم له دې وړاندې پر کونړ سیند د یوه بند د جوړېدو ژمنې هم شوې وې، خو د پاکستان له مخالفت وروسته د دې بند دجوړېدو چارې هم ځنډېلې دي. ځایي خلک وایي، دغه سیند له ګټې ا خیستنې پرته پاکستان ته بهیري، خو د سیند دغاړې خلکو ځمکې د اوبو د کمښت له امله شاړې پاتې دي. د کونړ ځایي خلک وایي، د سیلابونو له امله یې هرکال ځمکې سېل لاندې کوي، خو که د سیند اوبه مهار شي، نو دغه ستونزه به یې هم حل شي.