د سولې عالي شورا په لندن کې د تماس نړیوالې ناستې ته خوشبینې ښیي او دغه ناسته د سولې خبرو اترو لپاره هېله بخښوونکي ګڼي. د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، چې د تماس نړېوالې ډلې د غړیو هېوادونو ژمنو ته په کتو هېله مند دي چې دا ناسته د سولې خبرو اترو د پیل لپاره ګټوره نتیجه ولري. د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د اسانتیاوو برابرول، له دې پروسې د هېوادونو ملاتړ او د همغږي رامنځته کول له هغو مواردو دي چې د لندن په یو ورځنۍ ناسته کې پرې خبرې شوي. د سولې عالي شورا وايي، د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۲۶ هېوادونو استازو برخه اخېستې وه او په دغه ناسته کې د سولې وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې شوي. له دې ټولو سره د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي ګډون کړی وو.