د بریټانیا د ملي امنیت سلاکار او د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ. زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې په لندن کې د افغانستان په اړه د تماس نړیوال ګروپ غونډه کې د افغان سولې، امنیت، ټاکنو او پر اقتصادي پرمختګونو بحثونه او خبرې شوي دي. خلیلزاد ویلي د افغانستان او خلکو لپاره د ښې راتلونکې لپاره هیله مند دی. نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، چې د یادې غونډې په څنډه کې یې د بریټانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سېډویل سره هم پر افغان سولې خبرې کړي. سېډويل د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له روانو هڅو ملاتړ کړی او پر بین الافغاني مذاکراتو یې ټینګار کړی. په لندن کې د نړیوال تماس ګروپ په غونډه کې د سولې عالي شورا ددار الانشاء رییس عمر داوودزي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان او د یو شمیر نورو هېوادونو استازو برخه اخیستې ده.