د سرپرست حکومت چارواکو د اصنافو د مالیې د نوي معافیت د اعلان په غونډه کې وویل،چې د سرپرست حکومت مشر د اصنافو مالیه له صفر اعشاریه ۵ سلنې څخه صفر اعشاریه ۳ سلنې ته راکمه کړې ده. دوی وايي، د مالیې دغه کمښت د سرپرست حکومت د رهبر د فرمان له مخې رامنځته شوی او تر دې وروسته له هغو اصنافو چې، په کال کې تر دوه میلیونه افغانیو پلور ولري، مالیه نه اخیستل کېږي. دغه غونډه کې د سرپرست حکومت اداري مرستیال، د اصنافو د مالیاتو له راټولوونکو وغوښتل، چې له اصنافو سره اصولي چلند وکړي او په خبره یې، دغه برخه کې به د شکایتونو راپورته کېدو سره مسوول کسان له کاره وشړل شي. په ورته مهال د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستان اصنافو ته د مالیاتي اسانتیاوو رامنځته کول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اغېزمن ګڼي. د دغو مسوولینو په خبره، اصنافو ته دغه مالیاتي اسانتیاوې په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د ملي بودجې د پياوړتیا لپاره هیڅ بهرنۍ مرسته نشته.