له پولیو پاک افغانستان بنسټ اعلان کړی، چې نن د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي. دغه بنسټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې پړاو کې به ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي. یاد بنسټ له کورنیو غوښتي، چې د واکسیناسیون په برخه کې همکاري وکړي او خپلو ماشومانو ته د واکسین رسېدو زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.































