د هېواد یو شمېر هټۍوال او کسب لرونکي د سرپرست حکومت له لوري د مالیاتو معافیت غوره ګام ګڼي او وايي، چې د کاروبار د پیکه کېدو او د هټیو د لوړو کرایو له امله دوی د مالیاتو د ورکړې وس نه درلود. د سرپرست حکومت چارواکو وړمه ورځ په یوه غونډه کې وویل، د سرپرست حکومت د رهبر د فرمان له مخې تر دې وروسته له هغو هټۍوالو او کسبګرو چې، په کال کې تر دوه میلیونه افغانیو پلور لري، مالیه نه اخیستل کېږي. د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د مالیاتو معافیت د کسب لرونکو د ګټې وټې په زیاتوالي او کوچنیو سوداګریو ته د هېوادوالو په هڅونه کې اغېزمن ګڼي. وړمه ورځ د سرپرست حکومت چارواکو وویل، چې د اصنافو مالیه له صفر عشاریه پنځه، صفر عشاریه درې سلنې ښکته شوه.