یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د کلتور او تمدن له لارې د چيني ملت لپاره د پياوړي ټولنيز احساس رامنځته کول

جون 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د دولت رييس او د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ شمال لويديځ چينګهای ولايت ته، چېرې چې د هان قوم چينايانو په ګډون د لږه کيو يو شمېر ډلې ګډ ژوند کوي، تفتيشي سفر وکړ. رييس شي په ځانګړي ډول د منځنيو ښوونځيو د تفتيش پر مهال د چين ملت ته د پياوړي اجتماعي احساس په رامنځته کېدو کې د ښوونې او روزنې پر اهميت ټينګار وکړ. که څه هم دا نظريه او اړوند سياستونه یې د قوميتي مسايلو په برخه کې مطرح شوي، خو اوس ادعا کولی شو چې د دې وخت را رسيدلی چې د چين ټول ملت دې ټکي ته پاملرنه وکړي.

تابعيت د خلکو پېژندګلوي ده او خلک د ملت د رامنځته کېدو مهم عنصر دی. د چيني ملت ټولنه يوه پېچلې کثرت پاله، يوه تاريخي او واقع بينانه، يوه عاطفي، سياسي، کلتوري او د ګټو ټولنه ده. د کلتوري ټولنې په توګه، د چيني ملت د وګړو فردي پېژندګلوي د چيني ملت پر کلتوري نښو تکيه ده. کلتوري نښې د چيني کلتور او رواني تړونيو لېږدوونکې دي چې ټول چيني وګړي د چيني ملت له ټولنې سره يو ځای کوي. دا نښې نه يوازې د چيني کلتور د حيات د پايښت سبب دي او د هغه د خپريدو سبب کيږي، بلکې په کور د ننه او نړيواله کچه د چيني ملت د وحدت د تقويه کېدو سبب هم دي چې دا چاره بيا د چيني ملت د لوی ځوانښت سبب کيږي.

د چين تاريخ په واحد او کثرت پاله چيني ملت کې د مختلفو قومونو د ادغام تاريخ دی او د ټولو قومونو تاريخ په ګډه د يوه لوی مور وطن د رامنځته کولو، پراخولو او پياوړي کولو تاريخ دی. لرغونی چين يو داسې هېواد نه و چې د ملت – دولت د عصري مفهوم په واسطه تعريف شي «دا چې بايد روښانه مرکز او تتې څنډې ولري»، بلکې د تمدن په وسيله تعريف شوی هېواد و او د چيني تمدن اصلي کرښه له پخوا زمانې تر دې مهاله هېڅکله پرې شوې نه ده.

د انکشاف او پراختيا په بهير کې، چيني تمدن په دوامداره توګه زده کړې او پر چارچاپېر اغېز ښندلو ته دوام ورکړی دی. دې پرانيستي او متحرک انکشاف د چيني او آن نړيوال تمدن راتلونکې او پایښت ته هېلې ژوندۍ ساتلې دي.

رييس شي يو مهال ويلي وو چې «کلتور د هېواد او ملت روح دی». د چين لويديځه سيمه اوږد تاريخ لري او د کلتوري منابعو له پلوه غني ده. د دغه تاريخ او کلتوري غنا په خوندي کولو او ښه کارولو سره کولی شو چې د هغه فوق العاده باالقوه ظرفيت په بشپړه توګه نندارې ته وړاندې کړو او د لويديځې سيمې په ګډون د ټول ملت د انکشاف د لوړولو لپاره یې پر يوه پياوړي ځواک بدل کړو.

پر دې سربېره، د چيني تمدن د ستر يووالی اوږدمهاله دود، واحد او متمرکز کثرت پاله ادغام رامنځته کړی دی. چيني تمدن ډير کلتوري واحدونه لري، مختلفو سيمو او مختلفو قومي ډلو په ګډه په اوږدمهاله ادغام او ګډه استوګنه کې د چيني تمدن بنسټيزه بڼه او په کورنيو غني عناصرو او متفاوتو کلي ځانګړتياوو سره د سياسي تمدن ټولنه رامنځته کړې ده. دا دقيقا د چيني تمدن تمدني موخه او سياسي تعقيب دی چې د ډيرو کلتوري واحدونو د انسجام ملاتړ کوي.

د چين د کمونيست ګوند تر رهبرۍ لاندې د څو قومي ملت د جوړيدو بهير د لرغوني چين پراخ قلمرو په ميراث کې واخيست، د چين کلتوري واحدونه یې تر پوښښ لاندې راوستل او د چيني تمدن تمدني تعقيب یې فعال کړ. آن د چين د ولسي جمهوريت په لومړيو ورځو کې د چين د کمونيست ګوند تر رهبرۍ لاندې چين د فدرالي او کنفدرالي سيستمونو له کاپي کولو څخه، چې معمولاً د پراخو ځمکو او ګڼو قومونو درلودونکو هېوادونو کې پلي کېدل، ډډه وکړه. دوی د واحد دولت الګو رامنځته کړه او د قومي سيمه ييزې کورواکۍ سيسټم یې فعال کړ چې موخه یې په کور دننه انسجام او کثرت پالنې له لارې د چيني ملت د پراختيا له بهير سره د انطباق رامنځته کول وه. دې چارې د چين د کلتوري وحدت ميراث او کلتوري ذهنيت وساته او د چيني ملت نږدې او پياوړې ټولنه یې رامنځته کړه.

په ټوليز ډول، د عصري ملت – دولت د رامنځته کولو لپاره احساسات يو اړين محرک دی، په داسې حال کې چې عقلانيت بل محرک ګڼل کیدای شي. که دا دواړه يو بل بشپړ کړي نو بهترين حالت رامنځته کيدای شي. خو دا کار تل ممکن نه وي. له تيوريکي پلوه، د يوه کس کلتوري وطنپالنه يا کلتوري ملتپالنه ښايي د ځمکې د کرې په هره برخه کې يو ډول وي، خو اقتصادي علايق، د ژوند ډول او حتی سياسي لومړيتوبونه یې ښايي د استوګنې ځای ته په کتو بدل شي. پر دې اساس د يوه دولت پياوړی ملي انسجام يا داخلي هويت دې ته اړ دی چې دوديز عاطفي انسجام  له عصري ملي عقلاني انسجام سره يو ځای شي. له همدې کبله، د چيني ملت لپاره د پياوړي ملي احساس رامنځته کول په راتلونکې کې مهم رول لرلی شي. د عاطفي بنسټونه پياوړتيا او د عصري کولو د برياليتوب په سبب د منطقي قضاوت پياوړي کيدل د پياوړي ملي انسجام د ميکانيزمونو د ساتلو لپاره ګټور تماميدای شي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In