د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییل او لبنان تر منځ د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، یوه کوچنۍ تېروتنه کولی شي کړکېچ رامنځته کړي او دغه کړکېچ به بیا دومره پراخ شي چې چا یې فکر او سوچ هم نه وي کړی. ګوترېش خبرداری ورکړی، نړۍ نور د دې زغم نه لري چې لبنان دې په دویمه غزه بدل شي. د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي «د اسراییل هېڅ یوه برخه» به د دوی له بریده خوندي پاتې نه شي. هغه په یوې ویډیويی وینا کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ټینګار کړی، که اسراییل برید وکړي حزب الله به «پر یوې نا محدوده او ناپایه جګړې» لاس پورې کړي. له دې سره هممهاله د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هاګاري د العربیه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د حزب الله سره د جګړې لپاره دوی چمتوالی لري.