د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هیواد کې د حکومت ضد سیاسي ګوندونو د لومړي وزیر شهباز شریف د هغه پرېکړې مخالفت کړی چې، د سخت دریځۍ پر ضد به نوي پوځي عملیات پیل کړي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو پرون یکشنبه د جون پر ۲۳مه د ملي اسمبلۍ مخې ته راټول شوي وو او پر حکومت یې نېوکې کړې، چې د نوي پوځي عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی. د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځي عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده؛ خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړي حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې ده. د دوی په خبره د پارلمان له پرېکړې پرته ورته هېڅ ډول پوځي عملیات د منلو وړ نه دي.