په چین کې د شینجیانګ ولایت اکسو سیمه یوه له هغو سیمو څخه ده چې پریمانه کرنیزه ځمکه لري او زیات خلک یې په کرنه بوخت دي، غنم، وریجې، جوار، هندوانې، ناک، مڼې، شفتالو، انګور، چهار مغز او نور داسې یې مشهور کرنیز محصولات لري.
بزګران یې په کرکېله کې تر ډېره له نوې ټکنالوژۍ نه کار اخلي چې دې چارې یې تر ډېره ددوی په ورځنیو چارو کې اسانیاوې رامنځته کړې دي.
په اکسو سیمه کې تر دې دمه ډېرې د بیا رغونې او کرنیزې پروژې پلې شوې دي او لا هم ځینې د پلې کېدو په حال کې دي چې تر ډېره دغه پروژو چارې د عامو خلکو په همکارۍ او مرسته ترسره کیږي.
په اکسو کې ډېر خلک ساده کلیوال ژوند لري چې تر ډېره یې ژوند، خواړه او نور دود او کلتور زموږ د هېواد (افغانستان) د خلکو ژوند او کلتور ته ورته دي.