د راپورونو له مخې په سوېلې کوریا کې د لیتیمي بیټرۍ جوړولو په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي. د مالوماتو له مخې دا پېښه د سوېلي کوریا پلازمېنې په سوېلي سیمه کې شوې ده. د اور وژنې یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، چې په مړو شویو کې ۲۰ بهرني وګړي او دوه د سوېلي کوریا اوسېدونکي دي. په راپور کې راغلي چې په مړو شویو کې ۱۸ چینایان، یو د لاووس او یو بل کس نه دی پېژندل شوی. د سوېلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د دغه هېواد چارواکو ته د بېړنیو ګامونو پورته کولو امر کړی او ویلي دي چې د خلکو د ژغورنې لپاره دې ټول کارکوونکي او اسانتیاوې وکاروي.