چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیات موټر تولیدوي، د دغه هېواد په شینجیانګ کې د “GAC MOTOR” د موټرو د کمپنۍ مسوولین وایي، چې دا مهال بېلابېل ماډل موټر بازار ته وړاندې کوي، چې یوازې د شینیجانګ څانګه یې د ورځې لسګونه موټر تولیدوي، د دوی په خبره هڅه کوي چې په څو راتلونکو کلونو کې یې د تولید کچه نوره هم لوړه شي.
دغه چینایي کمپنۍ یوه له هغو لویو کمپنیو څخه ده چې د چین په ګډون په نورو هېوادونو کې هم څانګې لرې، په ورځ کې سلګونه موټر تولیدي او ګڼو هېوادونو ته یې صادروي، د “GAC MOTOR” د کمپنۍ د مسوولینو په وینا، بهر ته یې د صادراتو کچه کال په کال ډېریږي.
د یادولو ده چې په چین کې ګڼې د موټرو د تولید کمپنۍ فعالیت کوي چې د برېښنایي موټرو په ګډون ګڼ نور په نوې ټکنالوژۍ سمبال موټر تولیدوي. چین اوس په نړۍ کې د موټر د تولید په سیالۍ کې تر ډېرو هېوادونو مخکې دی.