ایراني رسنیو ویلي، چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان پر اساس ټاکنې دویم پړاو ته لاړې. د راپور پر بنسټ، د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د قانون له مخې هغه دوه کاندیدان چې تر ټولو زیاتې رایې یې ترلاسه کړي دي د ټاکنو په دویم پړاو کې به سیالي وکړي راپور کاږي، که د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې په دوو پړاوونو ووېشل شي، د ټاکنو دویم پړاو به د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۵ نېټه ترسره شي.