په افغانستان کې د جګړو، بېثباتۍ او ناورینونو له اوږدې مودې تېرولو وروسته، افغانان په خپل هیواد کې د دایمي ثبات او تلپاتې سولې په تمه ژوند تیروي. په دوحه کې د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې تر منځ اوسنۍ روانې خبرې یو غوره فرصت دی. دا خبرې باید د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ شته ستونزې حل کړي او د افغانستان د راتلونکي لپاره یو قوي بنسټ جوړ کړي.
په دوحه کې روانې خبرې باید د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ هغه ستونزې ژر تر ژره حل کړي چې له امله یې عام افغانان هره ورځ زیان ویني. د نړیوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان لپاره خورا اړین دی او دا ملاتړ باید په شفافه او د باور وړ ډول دوام ومومي. د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو تقویت او شفافیت به د افغان حکومت د اعتبار او مشروعیت د زیاتوالي سبب شي او د راتلونکي لپاره به یو قوي بنسټ رامنځته کړي.
دغه راز په افغانستان کې د خپل منځي اندیښنو پای ته رسول یو مهم ګام دی. افغانان باید خپل منځي شخړې او اندیښنې پای ته ورسوي او د یو بل پر وړاندې زغم او احترام ولري. دا به د هیواد په ټولو برخو کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي. د افغانانو تر منځ یووالی او همغږي به د راتلونکي لپاره یو ښه چاپېریال رامنځته کړي او د جګړو د بیا پیلیدو مخه به ونیسي.
بلخوا د ښځو او بشري حقونو په برخه کې شته ستونزې باید حل شي. ښځې او ماشومان د جګړو او بېثباتۍ تر ټولو لوی قربانیان دي. د هغوی حقونو ته درناوی او هغوی ته د بشپړ امنیت، زده کړو او ازادۍ تامین د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر ټولو مهم مسولیتونه دي. د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د پرمختګونو رامنځته کول به د افغانانو تر منځ اعتماد او باور زیات کړي او د دایمي ثبات لپاره به لاره هواره کړي.
افغانان د بلې هیڅ کومې جګړې پیلیدو ننګه نه کوي. د جګړو او ناورینونو اوږدې مودې وروسته، اوس ټول افغانان دایمي ثبات او امنیت غواړي. اوسنی امنیت که څه هم نسبي دی، خو افغانان یې په اړه راضی او خوشاله دي. دایمي ثبات او امنیت د افغانستان لپاره تر ټولو مهم شرط دی او ټول افغانان یې په کلکه غواړي.
په پای کې، اقتصادي ننګونې شته خو امنیت لومړی شرط دی چې افغانان یې غواړي. دایمي ثبات او امنیت به د اقتصادي پرمختګونو لپاره لاره هواره کړي او افغانستان به د یو سوکاله او باثباته هیواد په توګه نړۍ ته وپېژني. مونږ ټول دایمي ثبات غواړو او له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو اړیکو او تعامل غوښتنه کوو.
له جګړو ستړي افغانان اوس دایمي ثبات غواړي او دا دایمي ثبات یوازې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ، افغانانو تر منځ د یووالي او د ښځو او بشري حقونو د تامین په وسیله ترلاسه کیدای شي. افغانستان او افغانان باید په یووالي او تفاهم سره د خپل راتلونکي لپاره کار وکړي او د جګړو او ناورینونو پای ته رسولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.