په غزه کې د الشفا روغتون د مدیر محمد په ګډون نن سهار د اسراییلي له زندان څخه ۵۵ فلسطیني بندیان خوشې شوي دي. د روغتون مدیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اسراییلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو وضعیت ډېر خراب او اندېښمنونکی دی. نوموړي وړاندیز کړی، چې د سولې هر ډول خبرو کې باید د فلسطیني بندیانو موضوع پام کې ونیول شي.